خبرونهامنیت

تېرو شپږو میاشتو کې د کونړ امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت له لوري ۱۸۱ پېښې برسي شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د کونړ امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر مسول باختراژانس ته ویلي، د دغې قومندانۍ جنایي مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې بېلا بېلې ۱۸۱ قضيې برسي کړي او په کې ښکېل ۴۷۱ تنه د ښه عدالت د تامین لپاره عدلي ادارو ته معرفي شوي، ترڅو قانون پلی او د جرمونو کچه راټیټه شي.

جنایي مدیر مولوي فضل الحق هلال وایي عدلي ادارو ته په ورپېژندل شویو کسانو کې قاتلین، غله، د نشه یي توکو پلورونکي او بېلابېلو نورو جرمونو کې لاس لرونکي شامل دي.

 هلال زیاتوي، چې پولیسو پر مجرمینو ساحه راتنګه کړې او هر هغه څوک چې ناوړه کړه وړه ترسره کړي،  قانونې چلند ورسره کېږي.

د هلال په خبره دغه ولایت کې جنایي جرمونو ته د رسېدنې په برخه کې یې د واسطو او فساد مخه نیولې او هڅه کوي، چې دغې برخه کې لا ډېر کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته