خبرونهنړۍ

تېرو درې ورځو کې د صهیونست پوځ ۸ غړي وژل شوي

نړۍ، د غبرګولي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

   د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې، چې رسنیو همدا نن سهار خپاره کړي، راغلي چې مجاهدینو یې د لوېدیځې اشغالي غاړې په نابلس سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر صهیونست پوځيان وژل او ټپیان کړي دي.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې دغو عملیاتو کې له لاسي بمونو کار اخیستل شوی او د صهیونست پوځونو په منځ کې چاودنې ورکړل شوې دي.

صهیونست پوځ بیا د بمي چاودنو او ډزو په پایله کې د وژل شویو عسکرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د یو مجاهد له لوري پر موټر د دوه  پوځيانو وهل کېدل او وژل تایید کړي دي.

د اسرایلي دفاع وزارت له لوري تایید شوې شمېرې ښيي، چې په تېرو درې ورځو کې د صهیونست پوځ ۸ غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي خو فلسطیني جهادي ډلې دغه تلفات څو چنده زیات ښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته