تېره میاشت څه باندې ۵۲ زره ټنه نفتي توکي تثبیت کیفیت شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

د سټنډرډ‌ ملي ادراه وايي چې د هېواد په بندرونو کې یې د څار پر مټ د بې کیفیته نفتي توکو د ننه کېدلو مخه نیولې او تېره میاشت یې څه باندې ۵۲ زره ټنه نفتي توکي تثبیت کیفیت شوي دي.

دغه ادارې ویلي چې په لېندۍ میاشت کې په آقینې او حیرتانو بندرونو له لارې په ټولیزه توګه ۱۳۸۶ ټانګره نفتي توکي چې وزن یې ۵۲۶۶۶.۶۳۴ ټنه کېږي تثبیت کیفیت شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت نفتي توکو د ننوتلو مخه نیولې او کوښښ کوي چې د خپلو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د مصرف کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته