تېره میاشت په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې لسګونه زره برېښنايي پېژندپانو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره ۸۰۳ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده موده کې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو ترټولو ډېرې په پلازمېنه کابل کې ۴۳ زره ۳۹۹، په ننګرهار کې ۱۰ زره ۸۹۴، په هرات کې ۷ زره ۴۳، کندهار کې ۹ زره او ۶۵۶ او بلخ ولایت کې ۷ زره او ۴۴۹ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ژمنه ده، چې د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي او په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده.