کابل، د تلې ۱۴مه، باختر
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې تېره میاشت د هېواد په کچه د ۱۳۴ زره برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان ۱۴۰۳ ل کال په وږي میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۸ وېش څانګو له لارې ۱۳۴ زره ۴۶۰ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده موده کې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو ترټولو ډېرې په پلازمېنه کابل ولایت کې ۵۳ زره ۸۵۰، په هرات کې ۹ زره ۵۰۴، په کندهار کې ۸ زره ۶۳۰، ننګرهار کې ۸ زره ۴۸۵ او بلخ ولایت کې ۶ زره ۴۹۸ وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۳۰۰ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.