خبرونهاقتصادTOPټولنه

تېره میاشت هېواد ته د څه باندې ۴ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی

کابل، د لړم ۶مه، باختر

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې هېواد ته د ۴ زره بهرنیو وګړو د تګ او راتګ خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۴ زره بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. 

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده موده کې د ۶۳ ښځینه ‌وو په ګډون ۲ زره ۱۳۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۱ ښځینه ‌وو په ګډون ۱۸۰۹ نور له هېواد څخه وتلي دي. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲زره  ۱۴۱ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۵۳ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۴۳۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.  

د یادونې وړده،چې د دغې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمزور، تورخم بندرونو، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته