تېره میاشت هېواد ته د څه‌ باندې ۳ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

کابل، د کب ۷مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳زره او ۳۴۴ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د دغې ادارې ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۳ ښځینه‌ وو په ګډون، ۱۸۳۵ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۵۰۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۵ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

د یادې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم او حیرتانو بندرونو له لارې ثبت شوی دی.

د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته