خبرونهامنیت

تېره میاشت هلمند کې د جنایي جرمونو په تور لسګونه کسان نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د هلمند ولايت د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت له لوري د تېرې يوې مياشتي په لړ کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۲۰۴ کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله باختر آژانس ته وویل چې د دغو کسانو ډلې ۱۱۷ تنه د غلا په تور، ۱۴ تنه د وژنو، ۳۱ تنه د اخلاقي فساد او پاتې نور د غصب، برېښنایي او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
حقاني زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو سره، ۱۷ موټر سايکلونه، یو موټر، ۸ موبایلونه، ۴۶۰ زره ۹۰۰ پاکستانۍ کلدارې او یو شمېر نور توکي هم نیول شوي دي.
هغه وویل چې د یادو کسانو دوسیې تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته