خبرونهاقتصادTOPټولنه

تېره میاشت د ودانیزو توکو نږدې ۳ زره محمولې تثبیت کیفیت شوې دي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د سټنډرډ‌ ملي اداره وايي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې یې د ودانیزو توکو ۲ زره ۹۸۰ محمولې تثبیت کیفیت کړې دي.

دغه ادارې زیاته کړې چې په مرغومې میاشت کې د ټولو بندرونو له لارې په ټولیزه توګه ۲ زره ۹۸۰ محمولې توکي چې وزن یې څه باندې ۵۸۵ زره ۶۷۳ ټنه کېږي تثبیت کیفیت شوي دي.

یادې ادارې دغه راز ویلي چې د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او کوښښ کوي چې د خپلو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د مصرف کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته