خبرونهټولنهTOPروغتیا

تېره میاشت د ودانیزو توکو نږدې ۳ زره محمولې تثبیت کیفیت شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

د سټنډرډ‌ ملي ادراه وايي چې د هېواد په دوو بندرونو کې یې د ودانیزو توکو ۲ زره ۶۵۶ محمولې تثبیت کیفیت کړې دي.

دغه ادارې ویلي چې په لېندۍ میاشت کې د دوو بندرونو له لارې په ټولیزه توګه ۲ زره ۶۵۶ محمولې چې وزن یې ۴۳۰۰۸۴.۶۱ ټنه کېږي تثبیت کیفیت شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې زیار او کوښښ کوي چې د خپلو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د مصرف کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته