تېره میاشت د هېواد په کچه څه باندې ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه او اړوندو ادارو ته تسلیم شوې
کابل، د لړم ۲۰مه، باختر
د افغانستان د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په موده کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې له غصب څخه د څه باندې ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکې د استرداد خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۶ هجري سپوږمیز کال د ربیعالثاني د میاشتې په اوږدو کې په ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشېر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او ميدان وردګ ولایتونو کې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه دولتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې له دې جملې څخه تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په تخار ولایت کې موقعیت لري چې لس زره (۱۰۰۰۰) جریبه ځمکه پکښې شامله ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د یادې میاشتې په اوږدو کې ۵۲۲ زره ۹۴۰ جریبه دولتي ځمکه په ۲۴ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۷۸۰ زره ۷۱۱ جریبه نوره ځمکه هم په ۳۱ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
هېره دې نه وي، چې د عدلیې وزارت همدارنګه څرګنده کړې، چې د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاوو تر بررسۍ لاندې دي.