تېره اوونۍ په نیمروز کې د جنايي جرمونو په تور ۱۶ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د نیمروز د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د جنايي جرمونو په تور ۱۶ کسان نیول شوي دي.

د یاد ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير، مولوي عبدالعزيز مغفور باختر آژانس ته وویل، چې د یوې اوونې په ترڅ کې یې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۱۶ تنه نیولي دي.

مغفور زياته کړه چې د يادو کسانو دوسيې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته