تېره اوونۍ د هېواد له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکي مسترد شوي دي

کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

ماليې وزارت، د هېواد له ګمرکونو څخه د ۶۰ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکو د مسترد کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره لیکلي دي: د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدنکو نفتي موادو کیفیت معلوموي؛ تېره اوونۍ یې په فراه، هرات او نیمروز کې له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره بې‌کيفيته نفتي مواد بېرته ګرځولي دي.

تر دې وړاندې (تېره اوونۍ) هم، مالیې وزارت د هېواد له ګمرکونو څخه د ۱۲۸ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته