توماس نیکلاسون: اسلامي امارت د امن په راوستلو، د فساد په ختمولو او د نشه يي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه کوي
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون او مل پلاوي سره کتلي دي.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې کتنه کې چې په کابل کې د یادې ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوشوویچ پوهار هم حضور درلود، نيکلاسون په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې پر اړیکو د ټینګار تر څنګ یې یادونه وکړه چې اسلامي امارت د امن په راوستلو، د فساد پر ختمولو او د نشه يي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه کوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د فعالیتونو تر څنګ اړتیا ده چې نړیوال اړوند بنسټونه هم د بدیل کښت او د روږدو کسانو په درملنه کې ونډه واخلي.
هغه، دغه راز ویلي چې اروپايي ټولنه هڅې کوي په نږدې راتلونکي کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره د ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.
توماس نيکلاسون، د افغانستان ټولو برخو ته د اروپايي ټولنې د کارکوونکو لاسرسی د مرستو د رسونې لپاره اړین ګام بللی او ویلي یې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي، څو په جبري ډول د افغان کډوالو له اېستلو لاس واخلي.
دغه راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د بدیل کښت په برخه کې د اروپايي ټولنې وروستۍ مرسته مهمه ده.
هغه څرګنده کړې چې اسلامي امارت له نشه يي توکو او مسکراتو سره د دوامداره او اغېزمنې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی او په خپلو ټولو ژمنو عمل کوي.
مولوي عبدالکبير زیاته کړې چې اسلامي امارت له تېرې ادارې د ورپاتې روږدو کسانو د درملنې سربېره هغوی ته د کار فرصتونه ایجادوي او حرفوي زده کړې ورکوي، څو له ټولنې سره تر یو ځای کېدو وروسته د کار و کسب خاوندان وي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویو بنسټونو همکارۍ او مرستې مهمې بللې او ویلي یې دي چې ګاونډي او نور هېوادونه دې په جبري ډول د افغانانو ایستل ودروي.