تور لېست؛ امریکا له تحریرالشام سره تعامل غواړي

نړۍ، د لېندۍ ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو جګپوړي امریکایي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې ښایي د سوریې تحریرالشام غورځنګ، چې د بشارالاسد د حکومت په نسکورولو کې یې مهم رول درلودل، د امریکا له تور لېست څخه ووېستل شي او د تعامل لاره ورسره غوره شي.
تحریر الشام، چې په سوریه کې د بشارالاسد د نظام پر وړاندې د مخالفو ډلو مشري یې کوله، پرون یکشنبې وکولی شول، چې د دغه هېواد واګې ترلاسه کړي.
د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بشارالاسد، چې د عامو خلکو پر وژنه تورن دی، پرون په یوې ځانګړې الوتکه کې مسکو ته تللی دی.
امریکا دغه ډله په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې په تور لېست کې شامله کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته