امنیت

تورن جنرال تادین خان د قندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی

قندهار باختر د تلې ۳۰ مه
د شهید جنرال عبدالرازق کشر ورور تورن جنرال تادین خان د قندهار ولایت د نوي امنیه  قوماندان په  توګه وټاکل شو.
تادين خان تر دې وړاندې د قندهار له پخواني امنيه قوماندان سره يوځاى دنده ترسره کوله او د ورورګلولۍ تر څنګ يې له نږدې همکار او د باوري کسانو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
ځايي سرچینې وايي چې د جنرال عبدالرازق له  مړینې وروسته د قندهار مخورو او مشرانو د ملي امنیت له عمومي رئیس معصوم ستانکزي وغوښتل چې د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان د هغه ځای ناستی وټاکي.
د قندهار ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان په داسې  حال کې ټاکل کېږي  چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د ملي راډیو ټلویزیون کامره مېن سلیم انګار په یوه ترهګریز برید کې خپل ژوند له  لاسه ورکړ او د والي زلمی ویسا په ګډون، ویاند يې عزیز احمد عزیزي، د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود ټپيان شول.
د قندهار د ولایتی ادارې مسوولین خبر ورکوی چې له دغه برید سره په تړاو د قندهار د والي د ګارډ د مسوول مولاداد په ګډون درې تنه ساتونکي نیول شوي او د ډېرو پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته