تورخم دروازه نن دوهمه ورځ هم د ترانزیټ پرمخ تړلې ده
کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت وایي نن یکشنبه هم د تورخم دروازه دواړو لوریو ته تړلې او هېڅ موټر پرې تګ راتګ ونه کړ.
مولوي عبدالجبار حکمت وویل چې تېره ورځ یې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي خو پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې دغه پرېکړه یې مرکزي حکومت کړې او دوی په کې صلاحت نه لري.
د نوموړي په خبره، دواړو لوریو ته په زرګونه باروړونکي موټر د لارې خلاصېدو انتظار کوي همدارنګه مرګوني ناروغان چې غوښتل یې درملنې په موخه خیبر پښتونخوا ته لاړ شي په فرضي کرښه کې د لارې خلاصېدو ته شپې سبا کوي.
ورته مهال په ننګرهار کې د بهرنیو چارو رئیس مولوي فضل الهادي احمد هم د خبرو له لارې د ستونزې په حل ټینګار کوي او وایي چې په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې دوام لري.
یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې تورخم دروازه ترانزیټ پرمخ هغه مهال وتړل شوه چې پاکستان له موټر چلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزې شرط کېښود.