کابل، د زمري ۲۵مه، باختر
د ننګرهار ځایي چارواکو باختر آژانس ته ویلي، چې د تورخم دروازه له څلور ورځني ځنډ وروسته نن سهار د هر ډول تګ – راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
دغه لار څلور ورځې وړاندې د دوشنبې په ورځ د تورخم په غوړکي سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د جګړې له امله تړل شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه وخت ناوخت د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ تړل کېږي چې عامو خلکو او سوداګرو ته ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.
30 د یوې دقیقې څخه لږ