خبرونهنړۍ

تهران به په ټاکلي وخت او ځای کې اسرایلو ته سزا ورکړي

نړۍ، د زمري ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایرانا خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د انقلابي ګارد(سپاه پاسداران) د قول اردو مرستیال علي فدوي پرون دوشنبې ماخستن خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې ایران به په یو مناسب وخت او ټاکلي ځای کې اسرایلو ته د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د شهادت په بدل کې سزا ورکړي.

نوموړي صهیونستي رژیم ته د ماشوم وژونکي او جعلي رژیم خطاب کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا ځل به اسرایل تر پخواني هغه سخت او غاښ ماتوونکی ځواب به ترلاسه کړي.

هنیه د جولای په ۳۱ مه تهران کې شهید شو، چې ایران یې مسولیت اسرایلو ته راجع کوي.

د اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته سیمه کې حالات بدل او د اسرایلو ملګري هېوادونه د تیارسۍ په حالت کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته