تنو دبېلابیلو ولایتونو سلګونو خلکو داجرایه ریاست له لومړی مرستيال سره په لیدنه کې دملي وحدت له حکومت سره خپل ملاتړ اعلام کړي

کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
دترکیو دشورا مشرتابه پلاوي ،دکوچیانو دیوالي شورا اودغزني ولایت دجمعیت اسلامي اودګڼو ولایتونو په لسګونوتنو استازو نن  دافغانستان داسلامي جمهوریت داجرایه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان سره په خپل دفتر کې ولیدل .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې لیدنه کې دافغانستان دترکیو دشورا مشر ډاکټرعبدالرحیم پښتونیار وویل چې دملي وحدت دحکومت  په رامنځ ته کیدو سره باید حکومت دسولې په ټيګښت او دخلکو او دولت ترمنځ درامنځ ته شوي واټن په لمنځه وړلو کې ډیرې هلې ځلې وکړي .
پښتونیار وویل چې دترکیو دشورا دغړوچې د۳۴ولایتونو څخه رغلی وو وویل چې دملي وحدت له حکومت سره خپل بشپړ ملاتړاعلانوي.
دغه راز دعزني ولایت اوسیدونکی  انجینیر حشمت وویل چې نور باید په دولتي ادارو کې باید داسې کسان وټاکل شي چې په تیرو کلونو کې يې په فساد کې لاسونه ککړ نه وي .
ده وویل چې یوشمیر ډیر داسې کسان دی په حکومتي چوکیو کې چې دخلکو دخدمت پرځای خپل جیب ته خدمت کوي  چې دا په ټولنه کې دخلکو اودحکومت ترمنځ په ټولنه کې واټن رامنځ ته کوي .
دکوچیانو دځوانانو دیووالي ډټولنې مشر همایون ملاخیل په خپلو خبرو کې وویل چې دملي وحدت حکومت باید دکوچي ځوانانو په روزنه اوپه حکومتي ادارو کې په دندو وګوماري .
دده په وینا ځوانان چې دټولني ډیری برخه تشکیلوي ورته خاصه توجه نه ده شوي چې دا خپله دامنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبوي .
دملي وحدت دحکومت داجرایه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان راغلو مشرانو، ځوانانو ،علماو او قومي مشرانوته په وینا کې وویل چې افغانانو په تیرو ټاکنوکې خپل سترمسولیت چې په ټاکنو کې په سختو شرایطو کې ګډون وو اودولسمشر ټاکل وو ترسره شول .
دده په وینا اوس له دې ستر کار پاتي دي چې هغه دحکومتي چارواکو دکړنو څارنه ده .
دده په وینا اوس باید ولسونه له حکومت سره په ګډه دامنیت په تامین کې پوره همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته