خبرونهټولنهTOP

تقاعد ته د سوق شويو دولتي کارکوونکو د خدمت موده د دوو کلونو لپاره تمدید شوه

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر  

د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د تازه پرېکړې له مخې هغه دولتي کارکوونکي، چې تقاعد ته سوق شوي او یا په روان کال کې تقاعد ته برابرېږي، د روحي او جسمي وړتیا درلودلو په صورت کې یې د خدمت موده دوه کاله تمدید شوه. 

یاد کمېسیون دغه پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز د ریاست الوزراء مقام ته د تائيد په موخه لېږلې وه، چې د ریاست الوزراء مقام د لارښوونې سره سم پرېکړه وشوه؛ چې د ښوونیزو او تحصلي بنسټونو هغه استادان او د نورو دولتي ارګانونو مسلکي، تخصصي او تخنیکي کارکوونکي، چې تقاعد ته سوق شوي، او یا تقاعد ته برابر دي، د روحي او جسمي وړتیا درلودلو په صورت کې د خپل لومړۍ درجه آمر له تائيد وروسته د هغوئ تقاعد رفع او د خدمت موده یې د دوو کلونو لپاره تمدیدېږي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده پرېکړه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د تائيد وړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته