تصديق ليکونه وويشل شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٨ :
د انټرنټي ژورناليزم د اساساتو ترعنوان لاندې درې ورځني  ورکشاپ نن د تصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد.
دغه ورکشاپ د ځوانانو د چارو دمعينيت  او د آبي ژورناليزم دمرکز له خوا درې ورځې مخکې په دغه معينيت کې جوړه شوى و.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې ورکشاپ کې د نجونو او هلکانوپه ګډون، څلويښتو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دمطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې جوړه شوې وه؛ د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زى، د بيان د آزادى په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د بيان آزادى چې نن موږ يې شاهدان يو؛ په حقيقت کې د اطلاعاتو اوفرهنګ  د وزير پرله پسې هلې ځلې دي.
ده ځوانانو ته ددغه شان پروګرامونوجوړول اغيزمن وبلل اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د ژورناليزم د طرحه شويو معيارونو له مخې استفاده وکړي.
وروسته ډاکتر عصمت اللهي د ځوانانو د رول او د بيان د آزادى په باب خبرې وکړې، څرگنده يې کړه چي ځوانانو په تيرو لسوکلونوکې وکولاى شول د بيان آزادى لوړو پوړيو ته ورسوي .
په پاى کې د ورکشاپ په برخه والو تصديق ليکونه وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته