تر پل علم پورې د تېرې غاښې د واټ د ځینوبرخو د ترمیمولوکارپیل شو
کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر
د لوګرترمرکزپل علم پورې د تېرې غاښې د واټ د ځينو برخو د ترمیمولوکارنن پیل شو.
په دې پروژه کې ټاکل شوې ده د سړک ځېنې برخې چې د سېلاونوله کبله او د ماینونو په چاودنو، د باروړونکو موټرونو په تک را تک کې ویجاړشوې وې ترمیم شي.
په پکتیا کې له دې جملې څخه د تېرې غاښې چې د مسافروړونکو او تجاري کاروانونوپه تګ را تګ کې اهمیت لري دغه غاښه په تېره بیا د ژمي په موسم کې هرکال د ترافیکو د بندېدوډګردی.
د لوګرد فواید عامې ریاست یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده ترپل علم پورې د تېرې غاښې د سړک د ترمیمولوکارد ژمې له رسېدومخکې بشپړشي.
موټرچلوونکي او مسافرین د دغه سړک له ترمیمولوڅخه خوښ دي او وايي چې دغه سړک د ترافیکود بهیر د ښه کېد سبب کېږي.
-ع