فرهنګ

تر يو واحد چتر لاندې د جواز د صادرولو موافقه ليک د اطلاعاتواوفرهنګ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونوترمنځ لاسليک شو

کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرمحمدطاهرزهير او د صنعت اوسوداګرى د وزارت سرپرست او نوماند وزير نثار احمدغورياني نن تر يو واحد چتر لاندې د جواز د صادرولو موافقه ليک لاسليک کړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغومراسموکې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې پرځاى شول، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهرزهير او د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزير نثار احمد غورياني د دغه موافقه ليک د هدف او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د حکم له مخې، هېوادوالوته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د اسانه کولو په مقصد د جواز د صادرولو بهير تر يو واحد چتر لاندې راځي.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت لومړنى دولتي بنسټ دى چې دغه بهير ته چمتو شوى دى او خپل يورسمي استازي يې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ته معرفي کړى دى .
د نوي سیستم له مخې د جواز د صادرولو موده چې پخوا ورځې، اوونيۍ او آن مياشتې یې نیولې، اوس يوساعت ته لنډه شوېده او دغه کار د شفافيت د تامينولو او د ښې حکومتوالى د پياوړتيا په لاره کې يوښه ګام دى .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته