کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
کابل ښاريان په ښارکې د ترانسپورتي خدمتونو دکمښت له امله له زياتو ستونزو سره مخامخ دي .
دکابل ښاريان دترانسپورت وزارت اوپه تيره بيا دملي بس د تصدۍ د رياست له مسوولينو څخه غواړي چې د دغې تصدۍ د بسونو په کار اچولو سره د دوى د ترانسپورتي ستونزو په کمښت کې د خلکو په وړاندې خپل مسووليتونه اداکړي .
اوس چې ورځې لنډيږي؛ کابل ښاريان په ندرت سره د ښار په مرکزي ساحوکې په بسونو او ټکسي موټرونو لاس رسى پيدا کوي.
په هر تمځاى کې په سلګونو تنه خلک تر ناوخته پورې هلې ځلې کوي چې موټرونو ته د پورته کيدو چانس ترلاسه او خپلو کورونو ته ورسيږي.
په همدې حال کې د ترانسپورت وزارت د ملي د تصدۍ رييس نذير احمد رضايي باختر آژانس ته وويل چې دوى د خلکو د ستونزو په درک کولو سره د دغې تصدۍ د ٢٠٠ موټرو په ترميمولو لاس پورې کړى دى او لګښت يې هم د جمهوري رياست له خوا دغې تصدۍ ته ورکړ شوى دى.
ده وويل: د دغو بسونو د ترميمولو لپاره دترانسپورت وزارت له پرمختيايي بودجې څخه يو مليون ډالره ځانګړي شوي او تر يوې مياشتې پورې دوه سوه موټرونه خلکو ته د خدمت په مقصد په فعاليت پيل کوي .
ده وويل: اوس د دغې تصدۍ ١١٥بس موټرونه د کابل ښار په تګلوروکې فعاليت کوي .
ده وويل: ملي بس له يو تن څخه پنځه افغانۍ کرايه اخلي او هيڅ چلوونکى او يا نګران حق نه لري چې له خلکو څخه زياتې پيسې واخلي.
0 1 دقیقه لوستل