امنیت

تر راتلوونکو دوو ورځو پورې به د غزني ښار امنیتي حالت تغییر وکړي

کابل- باختر د زمري ۲۲ مه
د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د غزني ولایت امنیتي وضعیت ته بدلون ورکړي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي دفاع وزارت لوی دستیز، ستر جنرال محمد شریف یفتلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په اړه یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: تر راتلوونکو دوو ورځو پورې به د دغه ولایت امنیتي وضعیت بدلون وکړي او اول نمبر لویه لاره به هم د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانستل شي.
ده په غزني ولایت کې د ترهګرو د ځپلو په موخه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د ورو والي لامل په دغه ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د عامه شتمنیو د تخریب مخنیوی وباله.
یفتلي دې ته په ټینګار سره، چې د غزني ولایت اصلي طالبانوپه دغه ولایت کې د وروستي پراخ برید ځواک نه لرلو، زیاته کړه، په دې برید کې طالبان او ترهګر له هلمند، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه غزني ته راغلي وو.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وویل، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له غزني څخه د دفاع وس لري او د دغو ځواکونو لومړیتوب د طالبانو او بهرنیو ترهګرو له شتون څخه د غزني ښار پاکول، د ترافیکو پر مخ د اول نمبر لویې لارې پرانستل او د غزني ښار د امنیتي کمربند د امنیت ټینګول دي. هغه وویل، چې سټراټیژیکې نقطې لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، محبس، د ملي امنیت ریاست او د ملي اردو اساسي مرکزونه همدا مهال د دولت په لاس کې دي.
لوی درستیز دغه راز وویل، چې طالبانو په غزني کې عام المنفعه تأسیسیات نړولي او د غزني ښار د بزازۍ ستر مارکیټ یې سوځولی دی.
ستر جنرال یفتلي د غزني ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر په څېر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، ده د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هیواد امنیتي او دفاع ځواکونه به د هغوی له ځان او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي او په دغه ولایت کې به د امنیت د ټینګښت لپاره هر ډول هڅې تر سره کړي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته