ترینګلې اړیکې؛ ایران به د اسرایلو وروستی برید بې ځوابه پرې نږدي
نړۍ، د وري ۱۸ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران د سپاه پاسدران عمومي مشر سردار سلامي پرون جمعه د قدس د ورځې په مناسب یوې غوندې ته ویلي، چې د ایران ضد هېڅ کړنه به بې ځوابه پاتې نه شي او خبرداری یې ورکړی، چې دوی به د اسرایلو وروستی برید، چې دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ ترسره شو، بې ځوابه پرېنږدي.
دغه راز د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران به د اسرایلو وروستی برید بې ځوابه پرې نږدي او په دې اړه هېڅ شک نه لري.
دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ وروستي برید د تلبیب او تهران ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې کړي او داسې اټکل کېږي، چې ګوندې ایران به اسرایلو ته سخت ځواب ووایي.