ترکیه پر اسرایلو فشار راوړلو ته دوام ورکوي

نړۍ، د زمري ۲۵مه، بهرنۍ رسنۍ 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبې له فلسطیني مشر محمود عباس سره په کتنه کې ویلي، چې انقره له فلسطینانو او د هغو له ارمانونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه راز به نړۍ دې ته اړه کړي ترڅو پر اسرایلو لا ډېر فشار راوړي.

اردوغان دغه راز ځینې لویدیځ هېوادونه له اسرایلو پر ملاتړ تورن کړي او پر اسلامي هېوادونو یې غږ کړی، چې غزه کې د یو دایمي اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.

دواړو مشرانو د اوربند د روانو خبرو او غزه او سیمه کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې او د نظرونو تبادلې کړي.

ترکیې وړاندې تر دې له اسرایلو سره سوداګري درولې او دغه راز په نړیواله محکمه کې یې د سویلي افریقا له دریځ څخه هم ملاتړ کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته