ترکیه غواړي له اسلامي امارت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه کړي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او یو لړ نورو سیمه ییزو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د ترکیې له حکومت څخه مننه کړې، چې په انقره او استانبول کې یې د افغانستان د حکومت ډیپلوماتانو ته د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې له ترکیې سره اړیکې د افغانستان اسلامي امارت ته ځانګړی اهمیت لري.
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې هڅه کوي د کابل او انقرې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي او په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کي ښه پرمختګونه ولري.