ترکي ډاکټرانو د خپلو فلسطیني همکارانو پر ملاتړ لاریون کړی

نړۍ، د لېندۍ ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

یو شمېر ترکي ډاکترانو او د طب محصلینو استانبول کې د خپلو هغو فلسطیني همکارانو پر ملاتړ لاریون کړی، چې دا مهال غزه کې د جګړې د ټپیانو درملنه کوي.

لاریون پرون شنبې ترسره شوی او ګډونوالو یې په سور رنګ ککړې چپنې پر تن کړې.

غزه کې د روانې جګړې یوه ډله قربانیان ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي هم دي، چې یایې خپل ځانونه یا د بدن غړي او یا هم د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان له لاسه ورکړي دي.

د تېرې نوامبر میاشتې پر شلمه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی وو، چې په غزه او اشغالي سیموکې پر شاوخوا ۳۳۵ روغتیایي مرکزونو او بنسټونو بریدونه شوي، چې ۱۶۴ یې په غزه او پاتې نور یې په اشغالي او نورو سیمو کې ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه بریدونه د صهیونستي اشغالګرو له لوري د روانې جګړې له پیل یعنې د تېرې اوکتوبر میاشتې له اومې نېټې شوي، چې ډېری بنسټونه یې نړولي او روغتیایي کارکوونکي هم په کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته