سیاستخبرونهاقتصادTOP

ترکي پانګه وال چمتو دي په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، برېښنا او صنعتي پارکونو په برخو کې پانګونه وکړي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال، د ترکیې له يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ترکیې سوداګرو او پانګه والو، په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، د برېښنا د توليد او په صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو کې پر پانګونې چمتووالی ښودلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، د‌ افغانستان د خصوصي  او دولتي سکتورونو لکه هوایي ډګرونو، د برېښنا د توليد، د صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو په بيارغونه کې د ترکيې د سوداګرو ونډه اړينه بللې او ويلي يې دي چې داسې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې لا نورې  پياوړې کولای شي.

مولوي جمال زياته کړې ده: تجارت او صنعت بايد د سياست ښکار نشي او زموږ اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده.

د هغه په وينا، افغانستان له اسلامي هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو ته لېوال دی او ډېرو اسلامي هېوادونو له افغانستان سره خپلې تجارتي اړیکې له پخوا زياتې ټينګې کړي او په افغانستان کې يې پانګونه هم کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته