ترکيه : سوريې بيا ددغه هيواد په پولو راکټي بريدوکړ
انقره وي او اي نيوز دتلې دمياشتې ١٧ :
دترکيې پوځيانو ددغه هيواد په جنوب کې دسوريې دحکومتي ځواکونو له خوا دتوغول شوى ماين دلګيدو خبرورکړ.
دترکيې د رسمي خبري اژانس له خولې: د وى-او-اې نيوز دخبري سايت دخبرله مخې: دغه ماين پرون دترکيې په سرحدي سيمې کې لګيدلى دى چې دتيرې چهارشنبې په ورځ هم په دې سيمې په ورته بريدکې دترکيې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دا دترکيې اوسوريې دسرحدي ځواکونو ترمنځ دمتقابلو ډزو پنځمه ورځ ده او ترکيې دغو بريدونوته ځواب ورکړې دى.
دترکيې ټانکونه اوپوځي ځواکونه د ورځنې ګزمې لپاره د دغې سرحدي سيمې په شاوخواکې ځاى پرځاى شوي دي .
په همدې حال کې دترکيې صدراعظم رحب طيب اردوغان ويلى دى چې د اړتيا په صورت کې هيواد يې چمتو دى چې جګړې ته ور ودانګي .
له بلې خوا د روسيې له خوا دمرستې په موادو بار يو کاروان په سوريه کې دبشري بحران دحل کولو لپاره ددغه هيواد پايتخت دمشق ته رسيدلى دى چې دا دسوريې له خلکوسره دمرستې لپاره دبشري موادو پنځم کاروان دى.