تهران دايران خبري آژانسونه باختردثور دمياشتې ١١ :
دورځپاڼه ليکونکو ددفاع کميټې اعلام وکړ چې په تيرميلادي کال کې دنړۍ په
ګوټ ګوټ کې څه دپاسه نيمايي بندي ورځپاڼه ليکونکي دترکيې ، ايران او دچين په هېوادونو کې وو .
دورځپاڼه ليکونکو ددفاع کميټه چې مرکز يې په نيويارک کې دى په خپلو کلنيو څيړنو کې وايي چې په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دوه سوه يولس تنه ورځپاڼه ليکونکي دخپلې حرفوي دندې دترسره کولو په خاطر دحکومتونو له خوا بنديان شوي دي .
ددغې کميټې دڅرګندونوله مخې : ٢٠١٣ ميلادي کال ، له ٢٠١٢ ميلادي کال وروسته په تاريخ کې دورځپاڼه ليکونکو په بنديانولو کې ډير بد کال وو.
په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دوه سوه دوه ديرش تنه ورځپاڼه ليکونکي دورځپاڼه
ليکنې ددندې دترسره کولو په دليل دحکومتونوله خوا بنديا ن شول.
که څه هم له هغه څخه په وروسته کال يعنې په ٢٠١٣ کال کې دغه شمير دوه سوه يوولسو ته کم شو خو ددې کار اصلي دليل ددولتونو دسياست بدلون نه ، بلکې
ديوشمير ورځپاڼه ليکونکو دبند دمودې پاى ته رسيدل دي.
له دې جملې څخه دايران په اسلامي جمهوريت کې په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دبندي ورځپاڼه ليکونکو شمير له ٤٥ تنو څخه ٣٥ تنو ته ټيټ شو ، ځکه ځينو
ورځپاڼه ليکونکو دخپل محکوميت موده پاى ته ورسوله .
په نړۍ کې دورځپاڼه ليکونکو دملاتړ کميټې په خپل رپوټ کې دغه راز په ډاګه کړې ده چې دتير جون په مياشت کې دايران داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په
توګه دحسن روحاني له انتخاب سره سره حکومتي مقامات نويو نيونو او دبند په اوږد مهالو حکمونوسره دايراني ورځپاڼه ليکونکو محکوميت ته دوام ورکوي.
دورځپاڼه ليکونکو دملاتړ دکميټي په کلني رپوټ کې ويل شوي دي چې په پرله
پسې توګه ددويم کال لپاره دترکيې حکومت په نړۍ کې دورځپاڼه ليکونکو دبنديانولو مخکښ وو او دايران اسلامي جمهوريت او دچين ولسي جمهوريت په کم توپير سره له ترکيې وروسته دي .
دغه درې دولتون په نړۍ کې دټولو بندي ورځپاڼه ليکونکو څه دپاسه نيمايي لري.
په درې واړو هېوادونو کې ترکيه ، ايران او چين کې دولتي مقامات دورځپاڼه ليکوونکو پرخلاف په خپلو خبرو کې د نظام پرخلاف دتوطيې ، د رژيم پرخلاف دتبليغاتو اودجګپوړو حکومتي مقاماتو دسپکاوي اويا دعامه ذهنونو دمغشوشولو په ګډون تورونو لاس پورې کوي .
دنړۍ دورځپاڼه ليکونکو دملاتړ دکميټې دکلني رپوټ له مخې هغه لس دولتونه چې دورځپاڼه ليکونکو دبنديانولو سياست په ډيره ناوړه توګه عملي کوي په ترکيې و ايران او چين سربيره په ترتيب سره دايريتريا ، ويتنام ، سوريې ،
دآذربايجان جمهوريت ، ايتوپيا ،مصر او دازبکستان دولتونه اعلام شوي دي .
دغې کميټې دخپل رپوټ په پاى کې ټينکار کړى دى هغه ورځپاڼه ليکونکي چې بيدرکه شوي دي اويا دجنايتکارو ډلو اويا دپوځي مليشو په ګډون دغيردولتي سازمانونوله خوا تښتول شوي دي په دې رپوټ کې نه دي راغلي .
دغه کسان دبيدرکه شويو اويا تښتول شويو په نامه ويشل شوي دي .
0 2 دقیقې لوستل