خبرونهاقتصادTOP

ترکيش نړیوال هوايي شرکت له څلور کلن ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

ترکیش نړیوال هوايي شرکت نن له څلور کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.

 دغه شرکت به د کابل او استانبول ترمنځ به هره اونۍ څلور الوتنې ترسره کوي، چې دې سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوال هوايي شرکتونو خپلې الوتنې پیل کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته