-کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دترکمنستان او قزاقستان له خوا دسمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې درياست په همکارۍ په دغه ولايت کې له يوزرو پنځه سوه بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه .
دسمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس رجب علي يوسفي باختراژنس ته وويل دغه مرستې دسمنګانو ولايت په مرکز او بردره صوف ، خرم سارباغ او دحضرت سلطان په ولسواليو کې په بيوزلو او اړو کورنيو ويشلې شوې دي .
دحضرت سلطان ولسوالۍ اوسيدونکي ٤٥ کلن محمد امير چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي وايي دغه توکي له بيوزلو کورنيو سره ستره مرسته ده .
داپه داسې حال کې ده چې پخوا هم دسمنګانو ولايت په مرکز او اړوندولسواليو کې له دوه زره درې سوه کورنيو سره دملګروملتو دسازمان د ماشومانو دادارې له خوا دغه شان مرستې شوې وې .
3 1 دقیقه لوستل