کابلباخترد وري ٢٨ مـــــــــــه
د هيواد په ولايتو نو کې ترو رستې بريدو نه پاى ته ورسيدل
دغه بريدو نه په پايتخت کې له ترورستې بريدو نو سره جوخت دکندز ، پکتيا ، لو ګر اود ننګر ها په ولايتو نو کې د وسله والو طالبانو له خوا سا زمان کړاي شوي و .
چاروا کي وا يې : په دغو پيښو کې څوارلس تنه پوځيان اوملکي وګړي اوپنځلس تنه ځانمرګې يرغلګر وژل شوي او ٢٣ تنه نور ټپيان شوي دي
لو مړۍ پيښه په لو ګر ولايت کې وشوه . په دې پيښه کې پنځه تنه ځانمرګې يرغلګر د لو ګړ ولايت د ودا نۍ ترڅنګ يوه جګپوړي کور ته ننوتل او له دغه ځاى څخه يي د ولايت په مقام ددرندو او سپکو وسلو ډزې پيل کړې
درا رسيد لو خبرو نو له مخې : ديرغلګرو او افغان امنيتې ځوا کونو ترمنځ نښتې دشپې ترلس نيمو بجو پورې دوام درلود
دلو ګر ولايت دپو ليسو مسئول غلام سخي روغ ليو ني باخترا ژانس ته وويل :په دې پيښه کې اته تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول
ده زيا ته کړه : زيا تره قربانيان اوټپيان افغان پوځيان دي .
په يوه بله ور ته پيښه کې څوځانمرګي يرغلګر له ډزووروسته په ګرديزښار کې د پو ليسو د تعليمې مرکز ترڅنګ يوې جګپوړي ودانۍ ته ننو تل او له دغه ځاى څخه يې په مرکز ډزى پيل کړې
دپکتيا د والي ويندوى روح الله سمون باخترا ژانس ته وويل: دافغان ځوا کونو او يرغلګرو ترمنځ نښته د مازيګر په پنځه نيمو بجو پاى ته ورسيده
ده څر ګنده کړه : په دې پيښه کې دځانمرګو يرغلګرو په وژل کيدو سربيره يوه ښځه وژل شوې او ددوو تنو محصلا نو اود لسو تنو پوځيانو په ګډون دولس تنه نورټپيان شوي دي
ده وويل: ښځه د ترو ريستا نو د خورو ورو ډزو په بهير کې دپيښې سيمې ته څيرمه په خپل کور کې د ګو لۍ په لګيدو سره وژل شوې ده
له بلى خوا يوه ډله ځان مرګي بريد کوونکي چې څلورتنه پکې شا مل وپه جلال ا باد ښار کې دبيا جوړونې د ولايتې ټيم د ودانۍ په ساتوونکو له ډزو وروسته دغې ودا نې ته ننو تل
درا رسيد لو خبرو نو له مخې : ديرغلګرو اود ا مريکا يي عسکرو ترمنځ نښتې درې سا عته دوام وکړ .
په بګرام کې د ا مريکا يي ځوا کو نو درسنيو دفتر باختر ا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي : ددغې نښتې په بهير کې يرغلګر وژل شوي خو ا مريکا يي ځوا کو نو ته زيان نه دى اوشتې
له دغو پيښو سره جوخت پنځلس تنه ځان مرګى يرغلګر چې ويل کيږي په کندز ښار کې يې په دولتي او پوځې تاسيساتو د بريدو نو هوډ درلود د افغان ځوا کونو له خوا دخان اباد ولسوالۍ په مر بو طاتو کې ونيول شول
درا رسيد لو خبرونو له مخې : دتروريستانو له وژل کيدو وروسته په ولايتو نو کې حالات عادي شوي دي