امنیت

تراوسه پورې ٦٥٠ تنه بنديان دبګرام له جيل څخه آزاد شوي دي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
دبګرام دجيل دبنديانو د دوسيو دڅيړنې دکميټې يو غړى وايي ددغې کميتې دڅيړنې له مخې تراوسه پورې ٦٥٠ تنه بنديان له جيل څخه آزاد شوي دي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دبګرام دجيل دبنديانو د دوسيو دڅيړنې دکميټې غړي عبدالشکور داد رس نن په يوه خبرې کنفرانس کې وويل ،  دغې کميتې دبګرام دجيل د بنديانو د دوسيو دڅيړنې په بهير کې تراوسه د اوسوه څلورشپيتو تنو بنديانو له جملې د ٦٥٠ تنو بنديانو په آزادولو  اقدام کړى دى او دهغوې دآزادولو څرنګوالى  په ليکلي ډول اړوندو مراجعوته ليږل شوى دى او نوريې عدلي او قضايي مراجعوته ليږل شوي دي او هغه دوسيې چې دپوځي پوليسو د قوماندانۍ له خوا دوى ته سپارل شوي دي له څيړنې وروسته په ورباندې تصميم وينول شي.
ده زياته کړه :   هغه کسان چې دکميټې له خوا  آزاد شوي دي جرمې مدرک او دهغوې دجرم دثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي  .
ده وويل دبګرام په جيل کې ٣٩ تنه  بنديان شته چې کيداى شي دهيواد راتلونکې ته خطرناکه  وي .
دهغوي دوسيې په ډيرغور سره ترڅيړنې لاندې دي  .
داد رس زياته  کړه هغه کسان چې د چاودنې ،  وژنې د تروريستي عملونو په  تور پړ بلل شوي دي تر عدلي څارنې  لاندې به وي او له بند څخه به آزاد ته شي خو داسې کسان هم شته چې داسلامي ګونداو يا د طالبانو د ډلې دغړيتوب په تور نيول شوي دي خو په دغو دوو  ډلو کې دهغوي غړيتوب نه  دى تثبيت شوى  خو څو کلونه يې په جيل کې تير  کړې دې  موږ به له څيړنې  وروسته  هغوى  آزاد  کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته