خبرونهټولنه

ترافیکي پیښې بغلان کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل، د وري ٣٠مه، باختر
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د پلخمري – دوشي پر لویه لاره ٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پلخمري – دوشي پر لویه لاره د کرولا او ۵۸۰ ډوله بس مسافر وړنکي موټر د ټکر له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عابدي زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته