ترافیکي پیښې بدخشان کې ٦ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر
د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي باختر اژانس ته وويل، چې نن د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ پر مسیر هایلکس ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې له امله یې ٢ تنه مړه او ٤ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان د تداوي په موخه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټکر لامل د سړک خرابوالي او د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوی دی .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته