تخار کې پر ۲۵ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې پیل شوې
کابل، د لیندۍ ۲۱ مه، باختر
د تخار ولایت له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه تر دشت قلعه ولسوالۍ پورې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت سره پر ۲۵ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه تر دشت قلعه ولسوالۍ پورې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۲۵ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې خلکو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.