کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د تخار ځايي چارواکي د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې پر ۱۳ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارو د پیل خبر ورکوي.
دغه سړک د خواجه غار ولسوالۍ د کوکچې پُل څخه تر تخم تپې پورې د ۱۳ کیلومتره په اوږدوالي غځېدلی چې د خلکو له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د سلګونو کورنیو ته تګ راتګ ستونزې هوارې شي.