ټولنه

تخار کې لا هم د رای ورکونې یو شمېر مرکزونه نه دي فعال شوي

تالقان باختر د تلې  ۲۸ مه
د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د رای ورکونې له ۷۹ مرکزونو څخه لا هم ۲۴ مرکزونه ته مواد نه دي لېږدول شوي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛په تخار کې  هم د نورو ولایتونو په څېر نن سهار اته نیمې بجې د ټاکنو ملي پروسه پیل شوې.
سرچینه زیاتوي چې د انتخاباتو په ملي پروسه کې  ښځو او نارینه وو په پراخ ډول ګډون کړی او د خپلې  خوښې نوماند ته رایه ورکوي.
د باختر اژانس خبریاله لیکي چې د بایو مټریک سیستم د ستونزو له امله زیات شمېر خلک د رای ورکونې څخه تېر شوي.
هغه زیاتوي چې د ټاکنو د پروسې کارکوونکو ته په سم ډول ښوونه نه ده ورکړ شوې چې له امله یې خلک زیات وخت په کتارونو کې ولاړ پاتې کېږي.
په تخار کې د رای ورکونې ټول مرکزونه فعال دي خو د دغه ولایت په شپږو ولسواليو  کې د امنیتي ګواښونو له امله د دغو ولسوالیو د رای ورکونې مرکزونه نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته