تخار کې د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۱ مه، باختر
د تخار ولایت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په خواجه بهاواالدین ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودجي څخه د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړده، چې یاد جومات د ۱۵۰ متره مساحت په لرلو سره په یوه وخت کې د ۲۵۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته