تخار کې دوه ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

تخار، د مرغومي ۲مه، باختر
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲ ټنه بېکیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی.
د تخار د عامې روغتیا رییس دوکتور مسعود احمدي باختر آژانس ته وویل، چې یاد توکي د دغه ولایت له بازارونو او درملتونونو څخه راټول شوي وو او نن د یو شمېر مسوولینو په حضور کې وسوځول شول.
احمدي زیاته کړه، چې د تاریخ تېره او بېکیفیته توکو پلور نه یوازې د عامې روغتیا لپاره جدي خطر دی، بلکې قانوني سرغړونه هم ګڼل کېږي.
هغه له هټیوالو او درملتونونو وغوښتل چې د دې ډول توکو له پلور څخه ډډه وکړي، کنه د قانوني مجازاتو سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره د هېواد په کچه ډېر شمېر تاریخ تېره او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.