تخارکې د سپین زرتجارتي ښارګوټي د رغولو چارې پیل شوې
کابل، د لیندۍ ۱۷ مه، باختر
د تخار ولایت ځايي مسوولینو په یاد ولایت کې د سپین زر تجارتي ښارګوټي د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس عارف باخترآژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د سپین زر تجارتي ښارګوټي د رغولو چارې د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا یاده پروژه په شمال ختیځ زون کې د سپین زر امارتي شرکت سره په همغږۍ د جهان ډيزان شرکت له لوري په ۶۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت په بریا سره زیاتې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.