تخار؛ د ۱۶ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۸مه، باختر
په تخار ولایت کې د مرکز تالقان او د هزار سموچ ولسوالۍ ترمنځ د ۱۶ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې.
د تخار ولایت د والي ویاند باختر آژانس ته ویلي، چې د دې پروژې ټولیز لګښت ۵زره افغانۍ دی، چې د تخار ولایت مقام په مالي ملاتړ او د سیمهییزو خلکو په همکارۍ ترسره کېږي.
ورته مهال د تخار د والي د دفتر رییس عبدالحنان بیان ویلي، چې دا پروژه به د ولایت مقام تر بشپړ ملاتړ لاندې ترسره شي.
د سیمې اوسېدونکو له دې اقدام خوښي څرګنده کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د دوی ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د تخار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د سړکونو د رغونې چارې د اسلامي امارت او خلکو په همکارۍ روانې دي.
باید وویل شي چې نن د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې هم د درېیو نیمه ژورو څاګانو د کیندلو پر مټ د سیمې ۱۲۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.