تخار؛ د کانونو او پټرولیم ریاست ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لېندۍ ۱۸، باختر
د تخار د کانونو او پټرولیم ریاست د روان کال په ورستیو ۹ میاشتو کې د یاد ولایت د کانونو د قراردادونو له درکه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سردارولي ذاکر باخترآژانس ته ویلي، چې د روان کال په وروستیو ۹ میاشتو کې یې د ګچ کان، مالګې، د ډبرو سکرو د خصوصي شرکتونو له قراردادونو څخه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لس هکتاره ځمکې څخه ۳ سوه زره افغانۍ د چاپيریال ساتنې د تضمین او ۴۰ زره افغانۍ د فعالیت له جواز څخه اخیستل کېږي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې دغه عواید د پراختیايي پروژو په پلې کولو ولګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته