تحریک انصاف په ټاکنو کې د انصاف غوښتنه کوي
نړۍ، د سلواغې ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د څو مختلفو قضیو په جرم زندان کې د خپل بند شپې او ورځې تېروي، ګوند یې د دغه هېواد د تېرې پنجشنبې په ټاکنو کې تر دا مهاله مخکښ دی او د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې تر دا اوسه یې د پارلمان ۱۰۲ څوکۍ ګټلې دي.
تر تحریک انصاف وروسته د نواز شریف مسلم لیګ دویم ګوند دی، چې ډېرې ۷۳ څوکۍ یې لاسته راوړې دي.
دواړه تحریک انصاف او مسلم لیګ په دغو ټاکنو کې د بریا ادعا کوي او د تحریک انصاف مشرانو دغه راز د سوله ییزو لاریونونو خبرداری هم ورکړی دی.
امریکا، انګلستان او ځینو نورو هېوادونو د پاکستان د تېرې پنجشنبې ټاکنو کې د فساد په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دوی د رایو په شمېرنه کې پر شفافیت ټینګار کړی دی.
دغه راز د تحریک انصاف له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو، چې دغو تاکنو کې مخکښ دي، هم ادعا کړې، چې ځینو سیمو کې پوځ هڅه کړې، چې د نوازشریف او نورو ګوندونو پر ملاتړ صندقونه ډک کړي.
د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند اوسنی مشر ګوهرخان د دغه هېواد په ټولو اداراتو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړیو پایلو او حق ته درناوی وکړي.
نوموړي ادعا کړې، چې د پنجشنبې په تولټاکنو کې یې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړي او دوی د دغه ټولو څوکیو د رسمي اعلان غوښتنه کوي.
تحریک انصاف په داسې مهال د ۱۷۱ څوکیو د ګتلو ادعا کوي، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ یواځې ۱۰۲ اعلان کړې دي.
د پوځ مشر عاصم منیر بیا له ټولو ګوندونو غوښتي، چې د هېواد د څو ټوټو کېدو مخه ونیسي.