تبَصره

کابل/ د کب ١١ مه / باختر

د اسلامي امارت مسوولین ټینګار کوي چې د دوحې تړون ته ژمن دي او د نړۍ همکارۍ ته سترګې په لاره دي.

د باخترآژانس مفسر ليکي: اسلامي امارت د دوحې د تړون  د دويمې کالېزې نمانځلو په مناسبت غونډه وکړه او دغه ورځ یې  د هېواد  په تاریخ کې يو ویاړلې ورځ وبلله.

د کب په لسمه  په افغانستان کې اشغال پاى ته ورسېد او اسلامي امارت سياسي او پوځي  بريا خپله کړه. پر دې سربېره پر امریکا تور ولګېد چې دغه تړون ته غاړه نه ږدي.

د دوحې تړون دوه کاله وړاندې د کب میاشتې په لومړیو ورځو کې لاسلیک شوی دی. امريکا هغه مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشري کوله. د دغه تړون یوه مهمه برخه دا وه چې اسلامي امارت به ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او افغانستان به په راتلونکي کې هيڅ هېواد ته  ګواښ نه وي او امريکا ژمنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له ليست څخه به  د اسلامي امارت د مشرانو نومونه لرې کوي او د افغانستان په بیا رغونه کې به برخه اخلي.

که حالاتو ته په دقت سره پام  وکړو نو اسلامي امارت خپل مکلفیتونه يو يو تطبيق کړي دي، افغانستان هیڅ  هېواد ته ګواښ نه دی، بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځای نه لري او په افغانستان کې د امنیت ضد فعاليتونه په بشپړ ډول  درېدلي دي. نن د افغانستان او سیمې ګاونډي هېوادونه له اسلامي امارت سره په ښه تعامل کې دي. په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سیاسي نمايندګۍ  فعالې دي، د افغانستان ګاونډیان چین، ازبکستان، ترکمنستان او ایران د افغانستان له امنیتي وضعیته راضي دي او اعتراف یې کړې دی چې د افغانستان په اړه هېڅ اندېښنه نه لري، په سیمه کې یو شمېر هېوادونه لکه ترکیه، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او داسې نورهېوادونه هم وايي چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل لري. يو دوه هېوادونه چې ادعا  لري په افغانستان کې اوس هم  تروريستي ډلې فعالې دي يا دوى د ځان لپاره کوم  پروګرام  او پلان لري او یا هم د ځواکمنو هېوادونو تر نفوذ لاندې دي او هغه څه چې دوی بيانوي هغه ديکتې شوې  خبرې دي چې په افغانستان کې له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري.

د دوحې د تړون د کالیزې په نمانځلو کې د اسلامي امارت مسوولینو د افغانستان          د ګاونډیانو پر وړاندې د افغانستان په اړه پر خپل رغنده او اصولي دریځ یو ځل بیا ټينګار وکړ او  ویې ویل: امارت دغې هوکړې ته ژمن دی چې  د  “افغانستان خاوره به  د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.” خو ټینګار يې وکړ چې بل اړخ دې هم خپلو ژمنوته غاړه کېږدي.

بايد يادونه وشي چې امريکا د دوحې په تړون کې خپل مسووليتونه  نه دي ترسره کړي، هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو د  بنديزونو له لېست څخه يې د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو د ايستلو ژمنه کړې وه او د بهرنيو چارو وزارت هم  دا کار نه دی کړی.

دغه راز امریکا ژمنه کړې وه چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته  دوى او متحدین یې چې له  تېرو شلو کلونو را په دې خوا په هېواد کې د ورانکارۍ سبب شوي دي، له جګړې وروسته په افغانستان کې د بیا رغونې چارې ترسره کوي، چې دا کار یې هم ونه کړ،  سربېره پردې، دوی پر افغانستان غیرعادلانه بندیزونه ولګول او امريکا د نړیوال  بانک په ملګرتیا،  د افغانستان په مليیاردونو ډالره ملي شتمني کنګل کړه.

د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ په رغنده تعامل  او متقابلو همکاریو ټینګار کوي  او له هېوادونو غواړي چې له افغانانو سره ښې اړیکې پرانیزي، تر څو د ټولو احتمالي ننګونو مخه ونیول شي.

له دغو خبرو ښکاري  چې د دوحې تړون د نړیوال اعتبار سند دی او یوازې په هغه صورت کې پیاوړی کېدای شي چې دواړه لوري  پر خپلو ژمنو وفا وکړي، په یو اړخیزه توګه د عملي کیدو تمه کول په نړیواله کچه د امریکا اعتبار ته زیان رسوي، په دې هیله چې امریکا خپل مسوولیتونه درک کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته