سیاست

تبصـــــره :

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
په  اوسنيو ستونزو برياليتوب ، ديوې سوکاله ټولنې  جوړول  او ديو داسې څرګند لرليد رامنځته کول  چې په هغه کې دهېواد سياسي اواقتصادي ثبات ساتل شوى وي  يوازې  دملي وحدت په شتون کې شونى دى چې بايد ارزښت ورته ورکړو  او درناوى يې وکړو.
دباخترآ ژانس مبصرليکي :
دافغانستان  جمهوررييس محمد اشرف غني وړمه ورځ دنويو سناتورانو  دلوړې په مراسمو کې  دګډون په ترڅ کې ځينو ټکو ته اشاره وکړه چې دافغانستان په نن او سبا  پورې اړه لري .
ده په دې ترڅ  کې چې له نويو سناتورانو څخه غوښتل چې خپل مسووليتونه په صداقت او درايت سره  ترسره کړي؛  دا ټکى يې په ډاګه کړ چې زموږ هېواد او خلک په اوسنيو شرايطو کې  چې له  جدي ستونزوسره لاس او ګريوان دي؛ ددغو ستونزو  حل کول له موږ څخه فکر  ، عمل  او وحدت غواړي او دا دخلکو وکيلان دي چې دمقننه  قوې په توګه دخلکو په وړاندې ستر مسووليتونه لري .
مقننه قوه بايد ددولت  يو له درې ګونو رکنونو څخه په خپلو کې زياته همغږي پيدا کړي چې ديوه قوي او يو موټي دولت د جوړولو لپاره زياته زمينه مساعده شي  او دا کار به هغه وخت شونى وي چې وکيلان وکولاى شي دخلکو زيات باور او اعتماد جلب کړي .
جمهوررييس غني مقننه قوه يو معتبر بنسټ  اومرکز وباله  او ټنيګار يې وکړ چې اجرائيه قوه به  دخپل  کار په باب مقننه قوې ته حساب ورکړي.
دجمهوررييس غني په  خبرو کې  مهم ټکى  دا و چې وزيران به  په هرو شپږو مياشتو کې  دخپل کار په باب ملي شور اته رپوټ ورکړي .
هغه څه  چې دجمهوررييس په خبرو کې وضاحت درلود؛ په ملي انګيزو دمنګولو لګول و .
ده ټينګاروکړه  چې ديو موټي او واحد دولت مانا دا ده چې موږ ملي وحدت په رښتېنې مانا سره يې رامنحته کوو او ساتو يې . ځکه  دملي وحدت په شتون کې به څوک ددې اجازه ترلاسه نه کړي چې افغانستان بې ثباته کړي.
دملي وحدت په ساتنې دجمهوررييس ټينګار په  حقيقت کې  ددغه هېواد دشتون او پايښت ضمانت کوي . ځکه  تيرو ترخو تجربو ښودلې ده چې  د دې هېواد دښمنانو د ستونزو په پيداکولو په تيره بيا قومي ، ژبنيو او سمتي اختلافونو ته په لمنې وهلو سره  هلې ځلې کړې دي  چې زموږ په هېواد کې ستونزې لا پسې جدي  او ژورې کړي.
سره له دې چې  دسيمې دهېوادونو په تناسب په افغانستان کې سمتي او ژبني مسئلې تور تاريخ نلري؛ خو دهېواد دښمنانو دقومي تفرقو پيداکول ددې هېواد دبربادۍ لپاره وروستۍ نسخه طرحه کړې ده او هلې ځلې کوي  چې   دکاذبو  او تحريف شويو خبرو په شتون کې  خپل مزبوحانه هدفونه  او پروګرامونه عملي کړي او په پاى کې دغه هېواد  دستونزو او مشکلاتو ن په شتون کې ډوب کړي .
له بده مرغه  ددې هېواد دښمنان  په ځينو مواردو کې  په دې بريالي شوي دي چې خپل دښمنانه اوله کينې ډک غرضونه  عملي کړي. موږ په تيرو وختونو کې په ځينو  حالاتو کې دملي شور اپه ګډون په خپلې ټولنه کې  دسليقوي  ډله بنديو  شاهدان وو  چې دغه شان چلند له دې پرته چې  ددې ملت دردونه  او کړاوونه زيات کړي؛ بله ګټه نلري .
  ملي شورا دملت دکور په توګه ياديږي. يعنې ملي اراده پکې تمثيليږي او دملت  جوړولو لپاره  کار پکې  کيږي  . خلک   دملي شورا په دواړو مجلسونو کې خپلو استازو ته دهېواد دناجيانوپه توګه ګوري. دخپلو وکيلانو پيوستون ، همغږي  ، تحرک ، نظر او عمل خپله اراده بولي او په دې کار باور لري چې دملت کور د دوى دستونزو حل کوونکى دى. له قومي او سمتي مسئلو  او له مادي امتياز اخيستنې څخه لرې والى کولاى شي د وحدت اوملت کيدو لپاره  لاره لنډه کړي .
دغه راز خلک د دې هېواد دښمنانو ته په ډاګه کوي چې دوى بايد دافغانستان له ځينو کورنيو ستونزو څخه د حربې په توګه استفاده ونه کړي.
دافغانانو اوسنۍ ستونزې  لنډمهاله او  ژر تيريدونکې دي اوهغه ناپاکې مفکورې  او زړې نسخې چې داستعمار او استثمار ميراث دي؛ په  هېوادکې پيريدونکى نلري او افغانان به په يووالي، پيوستون اوملي انګيزې سره په دې لاره کې مقابله وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته